نوي جذب شوي محصلین د لیلې له نشتوالي سر ټکوي

د افغانستان پوهنتونونو لوړو او نیمه لوړو موسسو ته نوي جذب شوي محصلین وايي، چې دلیلې نشتوالي له ستونزو سره مخامخ کړي.

دوي وايي، چې د نوي تعلیمي کال په پیل سره په ښارونو کې د کوټو کرایې او د بریښنا بیې لوړې شوي دي.

محصلین زیاتوي، هغه پیسې چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د اعشاهه په بدل کې دوي ته ورکول کیږي کفایت نه کوي محصلین له دولت غواړي چې د دوي ستونزې باید هوارې شي.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، هڅه به وکړي چې د محصلینو ستونزې حل کړي او په دې برخه کې یي د پوهنتونو له رییسانو سره جلسې پیل کړې دي:

Your browser doesn’t support HTML5

د محصلینو په اړه د رحمت الله افغان راپور