هڅه به وشي، چې بامیان بیا د سیاحت په مرکز بدل شي

د بامیانو امنیه قوماندان د سې شنبه په ورځ د رویترز خبری اژانس ته وویل، چې یو شمېر مخالفین له بغلان څخه دغه ولایت ته داخل شوي دي او په څو ولسوالیو کې یې بریدونه کړي.

جنرال جمعه ګلدی یاردم، وایي چې دغه کسان اکثر د سړکونو له غاړی بمونه ږدي او په امنیتي پوستو او دولتي ادارو بریدونه کوي.

لس کاله پخوا د نړېوالو سترګې هغه مهال بامیان ولایت ته واوښتې چې طالبانو تصمیم نیولی وو، چې په دغه ولایت کې د بودا ۱۷۰۰ کلن بت ونړوه.

خو کله چې د طالبانو واک نسکور شو، نو د دغه ولایت امنیتي وضعیت د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله بهتر شو.

سره له دې چې اوس په بامیانو کې هلته او دلته غلچکي بریدونه کېږي، خو چارواکي غواړي چې دغه ولایت یو ځل بیا د سیل او سیاحت په مرکز بدل کړي او بهرني سیلانیان د دغه ولایت لیدو ته وهڅوي.

افغان امنیتي ځواکونه او ډیر کم شمېر نیوزیلندي عسکر د بامیانو د امنیت چارې سمبالوي.

جنرال یاردم وایي، مخالفینو چې په پاکستان کې یي پوځي زده کړې کړي د کهمرد ولسوالۍ د پولیسو په پوستې برید کړی او د سړک له غاړې بمي چاودنو په وسیله یي ولسي خلکو ته تاوانونه رسولي دي.

دی زیاتوي هرکله چې وسله وال مخالفین کومه امنیتي خلا پیدا کړي نو خپلو بریدونو ته زور ورکوي او دا کار حتما د بامیانو په امنیت تاثیر کوي، خو د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمن احمدي وایي، چې بامیان د نورو ولایتونو په پرتله اوس هم ډیر با امنه ولایت دی.

یو شمېر اروپایي سکي بازانو د تیرې مارچ په میاشت کې په بامیانو کې د سکي نړېوالی لوبې وکړې.

د نیوزیلند حکومت هم څو اونۍ مخکې وویل، د دې لپاره چې د بامیانو امنیتي وضعیت اوس ښه شوی دی، نو خپل عسکر له پخوانۍ ټاکل شوې نیټې یو کال مخکې له دغه ولایته ستنوي.

په دی معنی چې نیوزیلندي عسکر به راتلونکې کال له افغانستانه ووځي.