یو بریتانیايي قاضي د اردني سخت دریځي ملا ″ابوقتاده″ ضمانت رد کړ

په بريتانيا کې يوه قاضي پرون د سخت دريځي ملا ″ابوقتاده″ ضمانت رد کړ، ويې ويل چې نوموړي د لندن د المپيک لوبو په ترڅ کې خطر پېښولي شي.

ابوقتاده، چې هڅه کوي د تروريستي تورونو په خاطر اردن ته ونه لېږل شي؛ په يوه داسې محبس کې بندي دی، چې کلکه ساتنه يې کېږي.

دی به د بريتانيا په زندان کې لږترلږه د نورو پنځو مياشتو لپاره پاتې شي.

قاضي جان ميټينګ وويل، له بريتانيا څخه د قتاده د ايستلو په باب د محکمې بله استماعيه غونډه به د اکتوبر په لسمه جوړه شي او پرېکړه به يې يوه مياشت وروسته وشي.

تر دې مخکې ابوقتاده د اروپا د بشري حقونو محکمې ته د بريتانيا د دې هڅې پر خلاف؛ چې دي اردن ته لېږي، عرض کړی و، خو د اروپا د بشري حقونو محکمې د ده غوښتنه رد کړه.

يو پنځوس کلن ابوقتاده په ۱۹۹۸ ميلادي کال په اردن کې د عربي هيوادونو په څو بمي حملو کې د لاس لرلو په تور په غيابي ډول محکوم شوي دي.