لوی څارنوالی: د کورنیو چارو د وزارت مرستیال مو نیولی

د افغانستان لوی څارنوالی وایي، چې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال نبي بیان یي نیولی دی.

نبي بیان وروسته تر هغې د لوی څارنوالۍ له خوا نیول کیږي، چې د بدخشان ولایت د شهر بزرګ د ولسوالۍ اوسیدونکو د ده پر ضد شکایتونه وکړه او په جنسي تیریو، د مخدره موادو په قاچاق او وژنو کې یي په لاس لرلو تورن کړ.

دوي دغه اسناد ازادۍ راډیو او ولسمشر کرزي ته وړاندې کړل.

په کابل کې په دې اړه زموږ همکارې حمیدې هارون عثمان د لوی څارنوالۍ د فساد پر ضد د مبارزې د پوځي څارنوالۍ له مشر غلام دستګیر رنجبر سره یوه مرکه کړې:

Your browser doesn’t support HTML5

له غلام دستګیر رنجبر سره مرکه