جوزجان: وسلوالو طالبانو په قشقري سیمه کې کې د محلي پولیسو په یوه پوسته حمله کړې

د جوزجان امنیتي چارواکي وایي، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د درزاب ولسوالۍ په قشقري سیمه کې د محلي پولیسو په یوه پوسته حمله کړې چې درې پولیس په کې وژل شوي دي.

د جوزجان د امنیې قومندان عبدالعزیز غیرت ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوه محلي پولیس تر اوسه لادرکه دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسولیت منلی او ویلي یې دي چې دوه محلي پولیس یې ژوندي نیولي دي.