د ځوانیمرګې خبریالې حسیبې شهید ادبي هڅې

ځوانیمرګه حسیبه شهید

د ازادي راډیویي مجلې په دې خپرونه کې د ځوانیمرګې خبریالې حسیبې شهید د ادبي هڅو په باره کې یو مطلب لرو، چې په کې د حسیبې مرحومې هغه شعر هم اورئ چې د ځينو په نظر د هغې د مړینې د څرنګوالي وړاندوینه په کې شوې ده.

لیکوال او محقق احمدالله ارچیوال د ولسي مبارزې په اړه د یوه مهم اثر په باره کې خبرې راته کوي.

په کندز کې د یوې داسې کلتوري ټولنې له مشر سره مرکه اورئ چې نه یوازې ادبي فعالیتونه کوي بلکې د ځوانانو وزرش، ښوونې او روزنې او نورو اړخونو ته یې هم توجه کړې ده.

فرهنګي خبرونه هاجره مراد لولي:

Your browser doesn’t support HTML5

د ازادۍ راډیويي مجله