د پاسپورټ ریاست مرستیال له دندې ګوښه او تر عدلي تعقیب لاندې دې ونیول دی

د افغانستان د ملي امنیت د شوری په نننۍ غونډه کې پریکړه وشوه؛ چې د پاسپورټ ریاست مرستیال نبي بیان دې له دندې ګوښه او ترعدلي تعقیب لاندې دې ونیول شي.

د جمهوري ریاست له خوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي؛ چې د ملي امنیت د شوری په نننۍ غونډه کې چې د جمهور ريیس کرزي تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، د نورو بیلا بیلو مسایلو ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وشوه؛ چې ̎نبي بیان̎ دې له دندې لیري کړي، عدلي اوقضایي ارګانونه دې په دې اړه جدي څیړنې وکړي.

د پاسپورت ریاست مرستیال نبی بیان تردې پخوا د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوال و. د دې ولسوالۍ یوشمیر اوسیدونکو آزادي راډیو ته څلور ورځې مخکې شکایت کړی و؛ چې نوموړی د وژنو او جنسي تیري په څو پیښو کې لاس لري.

نبي بیان د آزادي راډیو د راپور له خپریدو وروسته له دندې ګوښه او تر عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي.