عربو او لویدیځو حکومتونو د سوریې د ″حولا″ قتلونه عامه وژنه بللې ده

د سوریې پوځ سره له دي چې نړیوالې ټولنې په حولا ښارګوتې کې د جمعې او شنبې په ورځو، د ۳۲ کوچنیانو په ګډون، د ۹۲ کسانو په وژنې سخت غبرګون ښکاره کړی، نن یي د یاغیانو په سنګرونو باندې بمباریو ته دوام ورکړ.

د عراق امنیتي ځواکونه له سوریې سره پولې ته نږدې د یاغیانو او د سوریې د پوځ تر منځ د جګړو وروسته په کلک څار کې دي.

عربو او لویدیځو حکومتونو د حولا قتلونه “عامه وژنه” بللي ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکیمون او سوریې ته د ملګرو ملتونو او عربي اتحاد استازي کوفي عنان د سوریې په حکومت غږ وکړ؛ چې د درندو وسلو استعمال دې بند او شخړې دې ختمې کړي.

د ″سوریې د آزاد پوځ″ یاغیانو د یکشنبې په ورځ وویل، که چیرې نړیواله ټولنه د سوریې د حکومت پر ضد جدي عمل ونه کړي، دوی به د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د سولې پلان ته ژمن پاته نه شي.

د عربي اتحاد د بهرنیو چارو وزیران نن د ″حولا د وژنو په اړه عاجله غونډه کوي.