مشرانو جرګه سر له سبا له امریکا سره پر ستراتیژیک سند بحث پیلوي

مشرانو جرګه وایي، چې سر له سبا به د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند په اړه بحثونه پیل شي.

د دې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار نن د دې جرګې په غونډه کې څرګنده کړه، چې لومړی به د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې په اړه په کمیسیونونو کې پراخ بحثونه وشي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند پرون د ولسې جرګې له خوا تر تصویب وروسته مشرانو جرګې ته استول شوی دی.

دا سند د مشرانو جرګې تر تصویب وروسته د ولسمشرکرزي لخوا توشیح کیږي او بیا په رسمي جریده کې خپور او د افغانستان لخوا د عملي کیدو وړ دی.