د افغانستان بانک د وړو افغانیو بانک نوټونو د نه چلېدو اوازې رد کړې

د افغانستان بانک چارواکو هغه آوازې په کلکه رد کړې چې ګوندې یوه، دوه او پنځه افغانۍ بانک نوټونه له چلند څخه لویدلي دي.

د دې بانک رییس نورالله دلاوري نن په کابل کې څرګنده کړه؛ چې په افغانستان بانک کې اوس هم ډیر یوه، دوه او پنځه افغانۍ بانک نوټونه شته او په بازار کې باید په دې بانک نوټونو راکړه ورکړه بنده نه شي.

له تیرې یوې اونۍ راهیسې داسې آوازې خپرې شوې وې؛ چې ګوندي یوه، دوه او پنځه افغانۍ بانک نوټونه له چلند څخه لویدلي دي.

نورالله دلاوري وویل، هرهغه څوک چې د یوه، دوه اوپنځه افغانۍ بانک نوټونه په راکړه ورکړه کې وانه خلي ورسره جدي چلند کیږي.