د مصر د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید ″حامد صباحي″ د ټاکنو د بهیر په اړه شکایت کوي

د مصر د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې دریم مخکښ کاندید په رایو کې د ګډوډیو په اړه شکایت کوي.

حامد صباحي د کیڼ اړخې الکرمه ګوند کاندید خپلو ملاتړو ته وویل، عسکرو په غیر قانوني ډول رايې ورکړي دي.

د جمهوري ریاست د لومړي پړاو د رایوله نتیجو څخه داسې بریښي؛ چې صباحي د اوه لکه رایو په تفاوت سره دریم مقام ترلاسه کړی او په دې توګه به د راتلونکي میاشتې دوهم ځلي رایو کې د کاندیدۍ مستحق نه شي.

دا مهال د اخوان المسلمین د ډلې کاندید ″محمد مُرسي″ او د حسنې مبارک په رژیم کې صدراعظم ″احمد شفیق″، دوه مخکښ کاندیان دي، چې په دوهم ځلي انتخاباتو کې به سیالیو ته ودریږي.

ویل کیږي، چې محمد مرسي د رایو په سلو کې ۲۵ اعشاریه ۳ او احمد شفیق په سلو کي ۲۴ اعشاریه ۹ رايې خپلې کړي دي.

ټاکل شوې چې د رایو رسمي نتیجې به د سې شنبې په ورځ اعلان شي.