په فنلنډ کې یوه اتلس کلن وسله وال هلک ۹ تنه مړه او ټپیان کړل

د فنلنډ پولیس وايي، چې یو وسله وال کس نن د هغو ډزو په ترڅ کې چې ګومان کېږي له مخې به یې پر خلکو کړې وي، یوتن وواژه او اته نور یې ټپیان کړل.

پولیس وايي، د دې ډزو په تور په هیوینکا Hyvinkaa ښار کې نن سهار وختي یو اتلس کلن هلک ونیول شو.

دوی همداراز ویلي، چې تورن، د یوې ودانۍ له بامه ډزې پیل کړې، یوه اتلس کلنه نجلۍ یې ووژله او اته نور یې ټپیان کړل.

د راپورونو له مخې په ټپیانو کې د دوو تنو حالت نازک دی. په دوی کې یو هغه پولیس دی چې ډېرژر د ډزو ځای ته راورسېد.

هیوینکا Hyvinkaa د پلازمېنې هېلسنکي د شمال په 50 کیلومترۍ کې پروت ښار دی.