د پاکستان په وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې څلور وسله وال ووژل

پاکستاني چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې نن سهار وختي د یوې بې پیلوټه امریکايۍ الوتکې په برید کې څلور وسله وال ووژل شول. شمالي وزیرستان د حقاني ډلې مهم مرکز ګڼل کېږي.

یوه جګپوړي امنیتي مقام چې د خپل هویت نه ښودلو په شرط خبرې کولې وویل؛ چې بې پیلوټه الوتکې میرانشاه ته نژدې پر یوه کور دوه توغندي وویشتل او څلور کسان یې ووژل.

د سیمې یوه قومي مشر هم د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي؛ چې له برید وروسته نورو وسله والو سیمه کلابند کړه او د کور په کنډوالو کې یې پلټنه پیل کړه.

نننۍ حمله په تېرو څلورو ورځو کې پر شمالي وزیرستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکو دریمه حمله وه.