ترکیه: د پولیسو پر یو مرکز یوې ځان وژونکې حملې مرګ ژوبله اړولې ده

د ترکي مطبوعاتو په حواله، یوه مشکوک انتحاري حمله کونکي نن د ترکیې په مرکز کې د پولیسو له یوه مرکز سره نږدې ځان والوازاوه او یو پولیس یې وژلی دی.

په نننۍ چاودنه کې شل تنه نور زخمیان شوي دي.

د حملې مسولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

تر دې مخکې د القاعده د تروریستي شبکې او د کردي بیلتون غوښتونکو په شمول بیلا بیلو وسله والو ډلو په ترکیه کې بمي حملې تر سره کړې دي.