امریکا په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د نړۍ په هېوادو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل کلنی راپور ویلي چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د 2011 کال پاڅونونه الهام بخښونکي وو.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلیري کلېنټن د دې راپور د خپرېدو پرمهال پرون په واشنګټن کې وویل، 2011 کال په تېره د هغو لپاره چې د بشري حقونو په هدف پسې دي یو لانجمن خو ډېر مهم کال و:

″اکثر دا جریانات، چې د وروستیو خبرونو په سرلیکونو کې وو، په منځني ختیځ کې له پاڅونونو نیولې په برما کې تر اصلاحاتو پورې، د بشري حقونو له مسئلې پیل شول. په دې ترڅ کې ټولو، که ښځې وې که نارینه د خپلو طبیعي حقونو غوښتنه وکړه.″

د امریکا د بهرنیوچارووزارت په راپور کې راغلي چې په 2011 کال کې په ایران او ترکمنستان کې پر مدني ازادیو قیودات او د خلکو نیول او شکنجه د بشري حقونو تر ټولو څرګندې ستونزې وې.

راپور په بېلاروس کې د بشري حقونو وضع خرابه بللې او په روسیه کې یې د پارلمان په انتخاباتو کې د درغلیو او ګډوډۍ یادونه کړې.

د نړۍ په هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور، دا یادونه هم کوي چې په مصر او قرغیزستان کې داسې تاریخي انتخابات وشول چې په عمومي ډول آزاد او عادلانه بلل شوي دي.