پاکستان: امریکا د ډاکټر شکیل اپریدې په اړه زموږ د پریکړې درناوې وکړي

پاکستان له امریکا وغوښتل چې د هغه ډاکتر په اړه د دغه هېواد پرېکړې ته درناوی وکړي چې له سي ای اې سره یې د بن لادن په موندلو کې مرسته کړې وه.

پاکستان ډاکتر شکیل اپریدی په دېرش کاله بند محکوم کړ، د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوې معظم خان نن وویل:

(تر کومه ځایه چې د ښاغلي اپریدي له قضیې سره ارتباط لري، په دې اړه به د پاکستان له قوانینو سره سم او د پاکستان په محکمو کې پرېکړه کېږي.

فکر کوم موږ ته پکار ده، چې د یو بل قضايي سیستم او عدلي پروسو ته درناوی وکړو.»

د امریکا دفاع وزارت شکیل افریدي ته د ۳۳ کاله قید سزا غندلې، ویلي یې دي چې شکیل اپریدي د القاعده پرضد کار کاوه.