په مصر د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ انتخابات لا روان دي

په مصر کې د حسنې مبارک د رژیم له نسکوریدو وروسته د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ انتخابات روان دي.

حسنې مبارک د تیر کال په فبرورۍ کې وروسته تر دې له ولسمشرۍ لرې شو چې په مصر کې د هغه د رژیم پر ضد پراخې مظاهرې وشوې.

د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره دیارلس تنه کاندید دي.

یو شمېر کاندیدانو د حسنې مبارک د دیرش کلنې واکمنۍ پر مهال کار کاوه او د ځینو ملاتړ اسلامي ډلې کوي.

سیاسي څیړونکي وایي، چې مخکښ کاندید د عربي ټولنې پخوانی مشر او د حسني مبارک د رژیم پر مهال د بهرنیو چارو وزیر امرموسی دی همداراز د اخوان المسلمین د ډلې کاندید محمد مرسي دی چې په امریکا کې یې زده کړې کړې دي.

مُرسي پرون د خپلې رایې تر اچولو وروسته خبریالانو ته وویل:

(نن انقلاب دوام کوي، د مصر خلک به د خپل ولسمشر په توګه تر ټولو مناسب کس غوره کړي، خو دا کس به قطعاً د پرزول شوي رژیم کوم پخوانی او فاسد کس نه وي.

انقلاب به اجازه ورنه کړي او د مصر خلک به پرې نږدي چې له پخواني فاسد رژیم سره کوم تړلی کس راشي ځکه چې دوي هېواد ویجاړ کړ.»

تر پنځوس میلیونه ډیر کسان د رایي ورکولو حق لري. ګومان نه کېږي چې د دغو انتخاباتو نتیجه به د مې تر نهه ویشتمې پوري اعلان شي.