پاکستان ډاکټر شکیل افریدي د اسامه بن لادن په خاطر په ۳۳کاله زندان محکوم کړ

پاکستاني چارواکو پرون (چهارشنبه) هغه ډاکټر په ۳۳ کاله زندان محکوم کړ چې له امریکا سره یې د اسامه بن لادن په پيدا کولو کې همکاري کړې وه.

ډاکټر شکیل افریدی، په ایبټ اباد کې د واکسین د هغه جعلي کمپاین په خاطر مجرم وپیژندل شو، چې د القاعده د مشر د پيدا کولو لپاره ترسره شوی وو.

ډاکټر افریدي، دوې میاشتې مخکې له خپلې دولتي دندې هم ایستل شوی وو. دی د خیبر پښتونخوا د قوانینو پر اساس مجرم پيژندل شوی دی، خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند د چهارشنبې په ورځ وویل، چې واشګټن د ډاکټر شکیل افریدي نیول او زنداني کیدل بې بنیاده کار ګڼي:

(موږ هیڅ داسې دلیل نه وینو چې له مخې یې ډاکټر افریدی ونیول شي.)

امریکايي سناتورانو جان مک کین او کار لفین د ډاکټر شکیل محاکمه او زنداني کیدل د ټکان او شدید قهر وړ خبر ګڼلی دی.
.