د کندهار په میوند ولسوالۍ کې دوه نیم زره کیلوګرامه تاریاک نیول شوي دي

د کندهار چارواکي وايي، چې د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې څه باندې دوه نیم زره کیلوګرامه تاریاک او څه باندې سل کیلوګرامه کرسټال مواد نیول شوي دي.

د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه مواد نن په یوه موټر کې د تالاشۍ په وخت کې پولیسو نیولي دي.

خو نوموړي وویل، چې د دې موادو لیږدونکي په تیښته بریالي شوي دي.