په شیکاګو غونډه کې د افغانستان په اړه یو لړ موافقې وشوې

د امریکا په شیکاګو ښار کې د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان په اړه یو لړ موافقې وشوې.

د ناټو سازمان له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د راتلونکي میلادي کال تر نیمايي پورې د ټول افغانستان امنیت کورنیو ځواکونو ته سپارل کیږي، له هغې وروسته به د ۲۰۱۴ کال تر پایه ملاتړی رول ولري.

خو تر ۲۰۱۴ کال پورې ټول محارب بهرني پوځونه له افغانستان څخه وځي، د ایساف په نوم ماموریت ختمیږي، یوازې د ناټو ځواکونو یو شمېر روزونکي پاتې کیږي، چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د مشورې او روزنې ماموریت ته دوام ورکړي.

موږ په خپل ننني بحث کې د ناټو سازمان د دې غونډې د نتایجو او پریکړو په اړه خبرې کوو.

زموږ سره د کابل په سټیډیو کې میلمانه دي:

۱- د افغانستان د دفاع وزارت د نشراتو مسئول ډګروال محمد اصف تایب
۲- د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح
۳- د پوځي چارو کارپوه نورالحق علومي.


Your browser doesn’t support HTML5

د اونۍ ګردی میز