د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون په داسې حال کې د حکومت په ادارو کې د ظرفیتونو د لوړولو د نوې هڅې خبر ورکوي چې، د کابیني یو غړی وایي: د دې کمیسیون په چارو کې اوس هم یو لړ نیمګړتیاوې لیدل کېږي.
د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون د نتایجو لپاره د ظرفیتونو د لوړولو تر نامه لاندې د سې شنبې په ورځ یو نوی پروګرام پیل کړ.
د موضوع په هکله د یاد کمیسیون ريیس ډاکتراحمد مشاهد او د مالیي وزیر ډاکتر عمر زاخیلوال د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته معلومات ورکړل.
د مالیي وزیر وویل، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون په تیرو پنځو کلونو کې د دې پروګرام په پلي کولو کې یو لړ نیمګړتیاوې هم لرلي:
«دې کمیسیون د خپل ایجاد نه تر اوسه یو لړ پروګرامونه پلي کړي، په دوې کې کامیابۍ هم وې او ځیني نیمګړتیاوې هم.»
ښاغلي زاخیلوال دا ونه ویل چې، یاد کمیسیون د دې پروګرام د پلي کولو په کومو برخو کې نیمګړتیاوې لري.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون هم مني، چې د دې پروګرام په پلي کولو کې ځیني نیمګړتیاوې لیدل شوي دي.
د دې کمیسیون ريیس ډاکترمشاهد وویل، په تیرو څو کلونو کې په دې برخه کې د حکومت د ادارو ترمنځ همغږي نه وه او د نړېوالې ټولنې مرستې په غیر منظمه توګه ځینو ادارو ته رسیدلې چې له امله یي د پروګرام په پلي کولو کې نیمګړتیاوې رامنځته شوي:
«کوم لګښتونه چې موږ په تیرو څو کلونو کې د ظرفیتونو په جوړولو کړي دي، زیات وو، خو د لګښتونو په پرتله، لاسته راوړنې لږې وې.»
ده وویل، د عامې روغتیا وزارت یو له دغو ادارو څخه دی چې، د پروګرام پلي کولو ته یي لازمه هڅه نه ده کړې او یوازې پنځوس فیصده یې پلي کړي دي.
په جوړې خبرې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال هم حاضر و، خو د موضوع په هکله یي نظر ور نه کړ.
ډاکتر مشاهد وویل، په ادارو کې به د پوهو او مستحقو کارکوونکو د ګمارلو نوی پروګرام، په جدي توګه پلي او درې سوه او پنځوس میلیونه ډالره به پرې ولګیږي.
ده وویل، د نوی پروګرام له مخې به نوي ګمارل شوي کسان مکلف وي چې د خپلو ادارو په چارو کې په دریو میاشتو کې مثبت بدلون رامنځته کړي.
په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون، په حکومتي ادارو کې د ظرفیتونو د لوړولو او وړو کسانو د ګمارلو په مقصد نهه کاله مخکې د یو مستقل ارګان په توګه په کار پیل وکړ.
د کمیسیون د معلوماتو له مخې، تر اوسه یي د حکومت د مامورینو له پنځه اویا فیصدو څخه ازموینه اخیستی او له سره یي پر دندو ګمارلي دي.
راپورخان محمد، سیند