د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې نن له غرمې مخکې د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو پولیس ټپي دی.
یو امنیتي چارواکی چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې ویلي، چې وسله وال طالبان پولیسو ته په کمین کې ناست وو، چې نښته وشوه او نیم ساعت یې دوام وکړ.
بل خوا د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په دې جګړه کې د خپلو دوه ملګرو وژل تاییدوي خو ادعا کوي، چې څلور پولیس یې وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
له کندهار څخه هم راغلي رپوټونه وایي، چې نن سهار سیمه ییزو پولیسو په شاولي کوټ ولسوالۍ کې دوه طالبان وژل شوي دي.
دغه دوه وسله وال هغه مهال د سیمه ییزو پولیسو له خوا ووژل شول، چې د پولیسو پر پوسته یې برید وکړ.