بغلان: نن مو د بغلان ـ کندز په لویه لاره یوه اندازه چاودیدونکي مواد ونیول

د بغلان امنیتي چارواکي وایي، چې نن یې د بغلان ـ کندز په لویه لاره یوه اندازه چاودیدونکي مواد ونیول او له یوې خونړۍ پیښې څخه یې مخنیوی وکړ.

د بغلان د امنیې قومندان اسدالله شیرزاد ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه چاودیدونکي مواد په دوو بوشکو کې ځای پرځای شوي وو.

ښاغلي شیرزاد وویل، چې تر اوسه یې په دې تړاو څوک نه دي نیولي.