ناتو به په ۲۰۱۴ کې د محارب ماموریت له پایته رسیدو وروسته خپل شراکت ته دوام ورکړي

د ناتو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن په شیکاګو کې د دې سازمان د مشرانو غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې یو ځل بیا په دی ټینګار وکړ، چې ناتو به له افغانستان سره په ۲۰۱۴ کې د محارب ماموریت له پای ته رسیدو وروسته خپل شراکت ته دوام ورکړي.

د ناتو د دوه ورځنۍ سرمشریزې د اجندا یوه مهمه موضوع د افغانستان مسله ده چې دا سازمان په څه ډول کولای شي له ۲۰۱۴ کال وروسته له دې هېواد سره مرسته وکړي او خپل ماموریت د روزنې او مشورې رول ته بدل کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دی یادونه وکړه چی د ناتو مشران له دغې غونډې څه غواړي لاس ته راوړي:

(په دو ورځو کې به موږ لومړی د خپلو متحدینو ترمنځ غونډې ولرو او وروسته به له ولسمشر حامد کرزي او نورو نړېوالو متحدینو سره کتنې ترسره کړو، څو په افغانستان کې د انتقال د پروسې بل پړاو مشخص کړو.

هاغسې چې موږ په ګډه د خپل امنیت لپاره قرباني ورکړې موږ به په یوه خوله او په ګډ تصمیم دغه ماموریت بشپړ کړو.)

هغه مخکې له ولسشمر کرزي سره په یوه خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړی و، چې سختې ورځې به په مخ کې وي خو ویې ویل چې دی او کرزی دواړه په دې نظر دي چې په روانه جګړه کې کارونه په سم لورې پرمخ ځي.

د ناتو په سرمشریزه کې پرافغانستان سربیره د دې سازمان پرنورومسلو هم خبرې کیږي.

د ناتو عمومي منشي وویل، ناتو د دې توان لري چې راتلونکو امنیتي چلنجونو ته ځواب ووایي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ناتو په نړۍ کې ترټولو ځواکمن او بریالی سازمان یاد کړ.

د ناتو د اته ویشتو غړیو هیوادونو مشران په داسې حال کې راټول شوي چې اکثره هیوادونه په نړۍ کې د مالی ستونزو په وړاندې د مبارزې په ترڅ کې خپلې دفاعي بودجې کموي.