د فیس بوک انټرنټي پاڼې ۲۸ کلن موسس پرون په امریکا کې کې واده وکړ

د فیس بوک انټرنټي پاڼې موسس ″مارک زاکربرګ″ پرون د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې واده وکړ.

مارک زاکربرګ ۲۸ کلن دی او تقریباً نهه کاله مخکې یې د امریکا په هارورډ پوهنتون کې د زده کړې پرمهال له ۲۷ کلنې ″پریشیلا چان″ سره پیژندلي وو.

پریشیلا چان د کالفیورنیا په طبي پوهنتون کې زده کړې ترسره کړي دي.

زاکربرګ په ۲۰۰۴ کال کې د فیس بوګ پاڼه جوړه کړه او د دې پاڼې د پينځه سوه درې اعشاریه شپږملیونه اسهامو د ترټولو زیاتې برخې خاوند دی.

د ده کمپنۍ لږترلږه سل ملیارډه ډالر ارزښت لري او تیره اوونۍ یې د کمپنۍ د اسهامو د خرڅولو اعلان وکړ.