د جي اته هېوادونو مشرانو په نړۍ کې د تېلو د مارکټونو په اړه بحث وکړ

د جي اته یا اتو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو مشرانو ویلي؛ دوی چمتو دي، یقیني کړي، چې د نړۍ د تیلو مارکټونه په بشپړه توګه او په وخت سره فعالیت کوي.

د جي اته مشرانو ژمنه کړې، چې د تیلو د قطع او یا د لیږد په بهیر کې د ګډوډۍ په صورت کې به د انرژۍ پر نړیویالې ادارې د مرستې لپاره غږ کوي.

په کمپ ډېوېډ کې د جي اته د مشرانو دا ګډ بیان د ایران لپاره خبردارۍ ګڼل کیږي؛ چې له دغه هیواد څخه د جولاي میاشت په لومړۍ نیټه د اروپا د تیلو د وارداتو بندیدل به په کلکه څارل کیږي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي، د جي اته مشرانو موافقه کړې چې د بندیزونو او ډیپلوماټیکو هڅو له لارې به پر ایران فشار راولي؛ څو دا هیواد ثابته کړي، چې اټمي پروګرام يې د سوله ییزو اهدافو لپاره دی.

خو ایران وايي، په بغداد کې راتلونکې اونۍ د نړۍ له ۶ قوتونو سره په غونډه کې باید د دې هیواد پر لانجمن اټومي پروګرام باندې لګول شوي بندیزونه لرې شي.