د سوریې خبري رسنۍ وایي، د ختیځ ښار ″دیر الزور″ په پوځې تاسیساتو کې ځان وژونکې بمي چاودنه شوې ده.
د سوریې حکومت پلوي تلویزیون د زیانمن شویو ودانیو تصویرونه وښودل او وایي، تراوسه د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه دی معلوم شوی.
له تېر کال راهیسې د سوریې په امنیتي ارګانونو حملې کیږي او دا په داسې حال کې ده؛ چې د مظاهره کوونکو پر ضد د حکومت ټکوونې زیاتې شوي دي.
له دي مخکې، د مې په لسمه په دمشق کې د سوریې د امنیتي ځواکونو ودانۍ کې بمي چاودنه شوې وه.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکیمون د پنجشنبې په ورځ وویل؛ د سوریې د مرکز د مشق په حملې کې د القاعده شبکې لاس و.