ملي امنیت د ملا داد الله د محاذ درې تنه غړي په کابل کې ونیول

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې نن یې د ملا داد الله د محاذ درې تنه په کابل ښار کې نیولي دي.

د ملي امنیت د رسنیو دفتر ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې له دغو کسانو سره د ځان وژونکو حملو دوه واسکټونو، چاودېدونکي توکي او یو میل وسله نیول شوې ده.

ملي امنیت وايي، ممکن دغه کسان د ملي شورا ځینو غړو ته د هغو ګواښونو مسوول هم وي، چې د پیغام له لارې یې ور لیږلي دي.