د ستراتیژیک سند د تصویب په اړه سناتوران ګواښل کیږي

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر تاییدوي، چې له هیواده بهر یو شمیر کړۍ داسې تبلیغات کوي، څو مشرانو جرګه له امریکا سره ستراتیژیک تړون تصویب نه کړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د شنبې په ورځ آزادې راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل؛ چې دا ډول کارونه به د دوی په پریکړې هیڅ ډول تاثیر ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مشرانو جرګې یو شمیر غړي وايي، چې دوی ته د محاذ دادالله په نوم د یوې ډلې له خوا له تیرو دوه ورځو راهیسې د ټلیفون له لارې خبردارې ورکول کیږي؛ چې له امریکا سره ستراتیيژیک تړون تصویب نه کړي.

په دې هکله جمیلې ظریف د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار سره مرکه کړې چې وا به یې ورو.

Your browser doesn’t support HTML5

د مشرانو جرګې له مشر سره د پیامونو په اړه مرکه