په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزې هم بحثونه کړي او له دې غونډې نه یې د افغانانو ځینو غوښتنو ته کتنه کړې.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼه د ځینو کړیو په حواله دا اټکل کوي، چې په شیکاګو کې د ناټو پنځه ویشتمه سرمشریزه به د افغانستان لپاره درې پرېکړې وکړي.
ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو چارواکي نظر راخستی او لیکلي، چې په دې پریکړو کې د ناټو ځواکونو د یرغلیز رول بدلون، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغان ځواکونو تمویل او د ناټو رول شامل دي.
ورځپاڼه لیکي، چې د ناټو له دې سرمشریزې مخکې امریکا له افغانستان سره د ستراتیژیکو اړیکو د سند په لاسلیکولو سره داسې چوکاټ ترتیب کړ، چې له مخې یې امریکا په افغانستان کې خپل نړیوال متحدین له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم مرستو ته ژمن کوي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په شیکاګو کې د ناټو د غړو هیوادونو سرمشریزې سره د افغانانو تړلو هیلو ته کتنه کړې.
ورځپاڼه لیکي، چې د شیکاګو په کنفرانس به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان سره د مرستو په اړه بحث وشي او په دې اړه به یو نوې میکانیزم جوړ شي او همداراز به د اداري فساد پر ضد د مبارزې، ښه حکومتدارۍ او د بشر د حقوقو په اړه هم بحثونه وشي.
ورځپاڼې لیکلي، ټول دا مسایل په خپل ځای مهم دي او د شیکاګو سرمشریزه باید ددغو مسایلو په اړه ساده فکر ونکړي، خو د ورځپاڼې په وینا د افغانستان لپاره مهمه مسئله د ګاونډیانو د لاس وهنې مخنیوې دې، چې باید په دې اړه جدي پریکړه وشي.
ورځپاڼې افغان ولسمشر ته هم سپارښتنه کړې، چې ددغو لاس وهنو په اړه باید یو روښانه انځور وړاندې کړي او د ناټو له غړو هیوادونو وغواړي، چې په دې اړه جدي اقدام وکړي.
ورځپاڼې لیکلي، چې افغانانو له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د ټینګول هم ددې لپاره ومنل، چې امریکا به ددغو لاس وهنو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا د شیکاګو دا سرمشریزه د افغانستان په نبست نړیوالې ټولنې ته یو ښه چانس بللې، څو له یوې خوا له جګړې ووځي او له بل لوري د هغو ګواښونو مخنیوې وکړي، چې دوی خپله په تیرو لسو کلونو کې یې په مخنیوي کې پاتې راغلل.
ورځپاڼې لیکلي، چې که نړیواله ټولنه دا مهال له افغان دولت له غوښتنو سره سم عمل وکړي، نو ددې اړتیا به نه وي، چې دوی په زیاتو لګښتونو سره خپل پوځیان په افغانستان کې پریږدي.
ورځپاڼې لیکلي، که په افغانستان کې پیاوړي ځواکونه او پیاوړې حکومتداري موجوده وي، نو القاعده او نورې ډلې به ونشي کړای، چې بیا له دې سنګره نړۍ وګواښوي.
دې ورځپاڼې هم افغان حکومت او مشرانو ته سپارښتنه کړې، چې په دې غونډه کې باید په بشپړ ډول خپلې اړیتاوې نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.
محور نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې امریکا غواړي په دې کنفرانس کې د افغانستان په اړه له خپلو نړیوالو متحدینو ځینې ځانګړې ژمنې ترلاسه کړي.
د ورځپاڼې په وینا له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د امنیت په ټینګښت کې له افغان ځواکونو سره د مرستو دوام، د ناټو رول او د افغان ځواکونو تمویل په دغو ژمنو کې شاملې دي.
ورځپاڼې لیکلي، چې که امریکا ددغو ژمنو په ترلاسه کولو کې بریالۍ شوه، نو دا به د افغانستان او پاکستان په وړاندې د امریکا اوسنې کاواکه سیاست باثباته کړي.
ورځپاڼې لیکلي، چې په دې درې واړو برخو کې هوکړې به پاکستان او ایران ته دا پیغام له ځآنه سره ولري، چې امریکا او ناټو د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې کیږي.