افغان ځواکونه د ناټو له خوا له تهدید سره مخامخ دي

نړېوالو ورځپاڼو ترډېره د امریکا په شیکاګو کې د ناتو د سرمشریزې او د افغانستان ځواکونو د وړتیاوو په اړه مطالب خپاره کړي دي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د افغانستان په اړه د ناټو د راتلونکې غونډې په اړه مقاله خپره کړې ده.په ورځپاڼه کې راغلي، امریکایي مقاماتو ویلي دا غونډه به په افغانستان کې د پوځي ماموریت د ختمیدو په اړه د ولسمشر اوباما ژمنې څرګندې کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکلي، په رسمي توګه د غونډې تر پیل لا دمخه به د یکشنبې په ورځ ولسمشر اباما له جمهور رییس کرزي سره وویني.

ورځپاڼې لیکلي، د ناټو د غړو هیوادونو مشران وروسته له دوه زره څوارلسم کال څخه د افغان ځواکونو د تمویل په اړه پر طرح غور کوي. داسې اټکل کیږي، چې د افغانستان د امنيتی ځـواکونو لپاره څه باندې څلور ملیارده ډالره اړتیا ده.

د وال سټریټ ژورنال په حواله امریکايي مقاماتو ویلي؛ چې تمه کیږي، متحد ایالات د دې پیسو تقریباً درې ملیارده ورکړي او نوره پاتې برخه یې متحدین ورکوي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، د دوه زره څوارلسم په پای کې له افغانستان د بهرینو ځواکونو د وتلو له اعلان سره امریکایي مقامات په دې تمه دي؛ چې یو لږ شمېر ځواکونه یې د افغان پوځیانو د روزنې او دوی سره د همکاري په مقصد پاتې شي.

بلې امریکايي ورځپاڼې واشنګتن پوسټ هم په همدې موضوع مطلب خپور کړی؛ چې سرلیک یې دی، ″افغان ځواکونه اوس د ناټو له خوا له تهدید سره مخامخ دي.″

واشنګتن پوسټ لیکې په داسي حال کې چې د ناټو مشران د شیکاګو په کنفرانس کې د ګډون لپاره تیاری نیسي او د دې کنفراس عمده موضوع د افغانستان په اړه ده او په دې ارتباط یوه اټکل یا فرضیه د رغیدو په حال کې ده. یعنې دا چې ګمان کیږي لږ وروسته له هغې چې ناټو د افغان ځواکونو پراختیا پاې ته ورسوي باید هغه په یوه ډول کمزوری شي.

واشنګتن پوسټ لیکلي، د ناټو ډېر هیوادونه د بودیجې په ارتباط له فشارونو سره مخامخ دي.

واشنګتن پوسټ لیکي د امریکا په مشری د ټولو ناکامیو، غمجنو پیښو او اوږدې جګړې سره سره لا هم په افغانستان کې ښه خبرونه شته؛ چې ممکن د اردو او پولیسو ځواکونو د ښه کیدو خوا ته ولاړ شی.

د واشنګتن پوسټ په باور دا ځواکونه د پراختیا په حال کې دي. قومي توازن په کې په نظر کې نیول شوی او هغوی په سلو کې څلویښت مځکنې عملیات تر سره کوي.