افغانستان ته د لوېديځ شا اړول لېونتوب دی

لندن ټايمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې ليکلي، چې افغانستان ته د لوېديځ شا اړول لېونتوب دی او بس.

ورځپاڼه په افغانستان کې د امريکا د تجربه کار سفير راين کراکر څرګندونې را اخيستي، چې ويلي يې دي: په ۱۹۸۹ کې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته کمونستي رژيم يوازې درې کاله مقاومت وکړ.

د لندن ټايمز له ليکنې سره سم همدا علت لامل شو چې په نهايت کې طالبان او القاعده بيا راميدان ته شي او د سپټمبر د يوولسمې نېټې پېښې تکرار کړي.

ورځپاڼه زياتوي، که امريکايان اوس فکر کوي چې په افغانستان کې يې خپل کار بشپړ کړي، يا داسې فکر وکړي چې د اوږدې مودې لپاره يې په لوړ لګښت جګړې ته دوام ورکړي او اوس هغه وخت راغلی چې له افغانستانه ځواکونه وباسي، بيا به نو د سپټمبر د يوولسمې نېټې يوې بلې پېښې ته لار اواره کړي.

ورځپاڼه کاږي، په کابل کې د امريکا سفير ويلي، دا کومه اوازه يا تبليغ نه دي، ځکه چې همدا خلک يعني طالبان او القاعده په کمين کې ناست دي او دا ډلې تراوسه پوري نرمې او مهربانې شوي نه دي.

ښايي يو شمېر ساده غړي يې وژل شوي وي، خو هغوي ته د دې امکان ورکول چې بيا راشي، له لېونتوبه پرته بل څه نه دي.

لندن ټايمز همدا راز ليکلي: د امريکا سفير سمه خبره کړې، له افغانستانه د لوېديځوالو وتل به يو ليونتوب وي، په تېره بيا که له افغانستان سره د لوېديځوالو مرستې څلور میليارد ډالرو ته راکمې شي چې له دې هېواد سره د اوسنيو مرستو يوې وړې برخې ته رسېږي.

ورځپاڼه وايي، په داسې حالت کې بايد تمه ونه لرو چې د افغانستان امنيتي ځواکونه به د طالبانو په وړاندې بريالي شي او له افغانستانه به يوه داسې بېلګه جوړه کړي چې لوېديځوالو يې ژمنه کړې وه.

فایننشل ټایمز:

فاينشل ټايمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې ليکلي، فرانسه يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له افغانستانه تر ټاکلې مودې مخکې د خپلو ځواکونو د ايستلو په باب خبرې کوي، خو د ديپلوماتانو په وينا په ناټو کې به د فرانسې متحدان دې هېواد ته اجازه ورنه کړي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ايستلو کې له بيړې کار واخلي.

دا ورځپاڼه د دې مقالې په پای کې وايي، چې د ناټو مشران به د شيکاګو په غونډه کې د فرانسې پر ولسمشر فشار راولي چې له خپلې ژمنې په شا نه شي.