د افغان ځواکونو په مالي برخه کې باید څو اړخیزې هڅې وشي

ناټو او متحد ایالات د افغانستان له جګړې څخه د لیرې کېدو لپاره لار لټوي او هڅه کوي چې د افغانستان خپل پوځیان وروزي څو دوي له خپل هېواد څخه د یولک او دیرش زره نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته د دې جوګه شي چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

ناټو تړون په نظر کې لري چې د شیکاګو په سرمشریزه کې چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې به وي خپلې خبرې په افغانستان کې د اوږد مهاله پوځې ملاتړ پر مسلې متمرکزې کړي.

د متحد ایالاتو لپاره ستونزه دا ده، چې څنګه په کال کې د څلور اعشاره یو میلیاردو هغو ډالرو د پوره کولو لپاره چې له افغان امنیتي ځواکونو لپاره ورکول کیږي، له خنډ سره مخامخ نشي.

د پنتاګون ویاند، جورج لیټل، وايي:

"په مالي برخه کې باید څو اړخیزې هڅې وشي."

هغه وايي موږ فکر کوو چې دلته باید نورهېوادونه هم برخه واخلي،په دې سرمشریزه کې ډیرو هغو هېوادنو ته چې د ناټو غړیتوب هم نه لري، لکه جاپان ته د ګډون بلنه ورکړای شوې ده.

څه باندې شلو هېوادونو لا دمخه له دې سره موافقه کړې چې له افغان پوځ سره به مالي مرسته وکړي او تمه کیږي چې نور به د شیکاګو په سرمشریزه کې په دې اړه ژمنې وکړې.

سره له دې چې په مجموع کې دمخه اعلان شوې پیسې ډیرې کمې دي، خو د متحد ایالاتو او ناټو هېوادنو نور مشران ادعا کوي چې د مالي مرستو راټول په سم لوري روان دي.

جرمني د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې یو سلو نوي میلونه ډالره به له دوه زره پینځلسم کال له پیله هر کال له افغانستان سره مرسته کوي.

بریتانیا لا دمخه د درې کاله په مخه په کال کې د یوسلو لس میلونه ډالره مرستې ژمنه کړې ده.

د اسوشیتت پریس په حواله د ولسمشر اوباما د دفتر یو لوړ رتبه چارواکي د خپل نوم د نه خپرولو په شرط ویلي، متحد ایالات او ملګري به یې د شیکاګو په سرمشریزه کې وروسته له دوه زره څوارلسم میلادي کاله چې بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي، د افغان ځواکونو د شمېر او پراختیا په ارتباط د چارو د تنظیمولو لارې هم ولټوي.

بله خوا روانه میاشت ولسمشر اوباما افغان ولسمشر سره داسې سند لاسلیک کړ، چې له مخې به یې متحد ایالات د یوې لسیزې لپاره افغانستان سره د مرستو لپاره ژمن وي.

د اوږدې مودې معاملو په اړه ورته سندونه افغانستان له ډیرو نورو هېوادونو سره هم لاسلیک کړل او ټاکل شوې چې ناټو به له افغانستان سره د شیکاګو په غونډه کې ورته یو سند لاسلیک کړي.

د شیکاګو تر سرمشریزې وروسته ټاکل شوې، چې سږ کال د کابل او توکیو کنفرانسونه جوړ شي چې هلته هم تمه کیږي چې ځانګړې ژمنې به شي.