اوس یې داسې ارایشګاه جوړه کړې، چې يو روزنيز مرکز هم دی، ځوانان د سېنګار کولو تر څنګ د دغه کسب د زده کولو لپاره هم ورځي.
پېغله لیلما که یو خوا د طب پوهنځي محصله ده نو بل خوا د دغه مرکز زده کوونکې هم ده، هغه په دې خوشاله ده چې اوس د دغه کسب په اړه د خلکو مفکوره یو څه بدله شوې ده.
د روانشناسانو له نظره پاکي او سوترګي د انسان په روح او روان ښه اغيز کوي، د نړۍ له پرمختګ سره سم د موډ او فېشن ډولونه او وسایل هم بدلون مومي، نن سبا داسې ګڼ ځوانان تر سترګو کيږي، چې له وخت سره سم فیشن او سېنګار کوي، په بېلابېلو ډولونو خپل ويښتان جوړوي او د خپلې څېرې پر ښکلا باندې ډیر کار کوي.
که د یو چا د بریالیتوب راز وپوښتئ، نو دا به هم درته ووایي، چې همت او حوصله یې له لاسه نه ده ورکړې، ستونځې یې ګاللي او خپل منزل ته د رسیدو په لار کې یې په ځان پوره پوره باور کړی، ساحل خان هم په ځان باور لري او په یوه سیالۍ کې چې د ځينو اسیايي هیوادونو سينګارونګي به پکې سیالي سره وکړي، د ګډون خبره کوي، غواړي هیواد ته د ځينو لوبغاړو په څیر مډال راوړي او د خپل هیواد نوم لوړ کړي.