په پاکستان کې چارواکي وايي، د دغه هېواد د هوايي ځواک دوې الوتکې په هوا کې ټکر شوې، څلور پېلوټان يې ووژل شول او لاندې پر مځکه يې څو تنه ژوبل کړل.
د چارواکو په وينا پېښه نن د اسلام اباد په شمال لوېديځ کې د معمول روزنيز ماموريت په ترڅ کې وشوه.
راپورونه وايي چې يوه الوتکه د خيبر پښتونخوا ايالت د رشکۍ ښارګي پر استوګنه ولوېده، څو تنه يې ژوبل کړل.
دوهمه الوتکه په يوه اواره مځکه غورځېدلې ده.
د پېښې علت تر اوسه پورې نه دی څرګند شوی، دا په يوه اوونۍ کې د پاکستان د هوايي ځواک لپاره د الوتکو د لوېدو دوهمه او په يوه مياشت کې شپږمه پېښه ده.