د کاپیسا امنیتي مسئولین وايي، چې د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ څو ساعته نښته شوې.
د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله حمیدي څو دقیقې مخکې ازادۍ راډیو ته وویل، چې نښته له غرمې مخکې د شاوخوا یولسو بجو راهیسې پیل شوې. نوموړي وویل چې د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نه لري.
بل خوا طالبانو ادعا کړې، چې په دې نښته کې شپږ امنیتي کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
دولتي چارواکو د دوي ادعا نه ده تایید کړې، کاپیسا یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د انتقال په روانه دریمه مرحله کې یې امنیت افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.