ایرو په تیرو څلورو میاشتو کې تر بل هر وخت د ډالر په وړاندې ټیته شوه

د اوولس اروپایي هیوادو دغه پیسه نن تر یو اعشاریه اووه ویشت ډالره هم لږ ښکته وه، د جنوري له نیمایي راپه دې خوا دا تر بل هر وخت د ډالر په مقابل کې د یورو ټیټ ارزښت دی.

ایرو په داسې وخت کې خپل ارزښت کم کړی دی، چې یونان د نویو انتخاباتو لپاره تیاری کوي،تمه ده چې راتلونکې میاشت په دغه هېواد کې انتخابات وشي.

په یونان کې د اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره د ایرو زون د پورونو له اخیستو سره مخالفت کیږي. د ایرو زون هېوادونه یونان ته مشروط پور ورکوي څو یونانیان د خپلې خاورې دننه هم ځینو اقتصادي فشارونو ته غاړه کیږدي او یونانیان له دې سره مخالفت کوي.