استرلیا اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۵ نه وروسته له افغان ځواکونو سره مرسته کوي

استرلیا اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۵ کال له پیل نه تر دریو کلونو پورې به هر کال له افغان ځواکونو سره سل ملیونه ډالره مرسته کوي.

د استرلیا صدراعظمې جولیا ګیلارد او ددې هېواد د دفاع وزیر سټیفن سمت نن وویل، چې د ناټو سازمان په سرمشریزه غونډه کې به چې راتلونکې اونۍ په شیکاګو کې جوړیږي، د خپل دولت په همدې ژمنې ټینګار وکړي.

استرلیا په ۲۰۰۹ کال کې هم ژمنه کړې وه، چې په پنځو کلونو کې به له افغان ځواکونو سره دوه سوه میلیونه ډالره مرسته کوي.