ښايي جان الن به له وخته مخکې دنده پریږدي

واشنګټن پوست ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن د تبدیلۍ په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي، جان الن به د راتلونکې میلادي کال په پیل کې په اروپا کې د امریکایي ځواکونو د قومندانۍ مشري په لاس کې واخلي.

ورځپاڼه د امریکایي پوځي چارواکو په حواله لیکي، الن چې تمه کیده دوه کاله په افغانستان کې پاتې شي، ښایي له وخته مخکې دغه دنده پریږدي.

د واشنګټن پوست په وینا د پنتاګون او سپینې ماڼۍ لوړ رتبه چارواکي نه غواړي چې په افغانستان کې لوړ رتبه قومندان د جګړو د ګرمیدو د فصل په نیمایي کې چې په پسرلي کې د هوا په تودیدو سره پیلیږي او د ژمي ترپیله دوام کوي، له دې هېواده ووځي.

د واشنګټن پوست له دې لیکنې سره سم په ژمي کې له افغانستانه د الن وتل به د هغه چا لپاره چې د ده پرځای ټاکل کیږي، څو میاشتې د دې امکان برابر کړي چې د جګړو د ګرمیدو له فصله مخکې د هېواد پر حالاتو ځان خبر کړي.

د پنتاګون ویاند جان کربي دې ورځپاڼې ته ویلي، چې تر اوسه په اروپا کې د امریکایي ځواکونو د قومندانۍ د مشر په توګه د جان الن د ټاکل کیدو په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

دغه راز یو شمېر امریکایي پوځي چارواکو په دې اړه محطاطانه نظرڅرګند کړی او ویلي یې دي، چې که د افغانستان حالات بدل شي، ښایي د هغه د تبدیلي پلان هم بدل شي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د جګړې په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، د افغانستان له جګړې څخه تعبیرونه هغومره مهم دي لکه د جګړې د لومړۍ کرښې حقیقت.

د جګړې لومړۍ کرښه نامریي ده خو هغه تصویر چې د جګړې یو اصلي لوری یې ورکوي او په کې د برلاسۍ ادعا کوي، هغومره اهمیت لري لکه په حقیقت کې چې یوڅوک پرسیمې نفوذ ولري.

د ګارډین په وینا د اد حیرانتیا خبره نه وه، چې طالبانو په ډاګه په دوبي کې د نوېو جګړو د پیلیدو اعلان وکړ او د مۍ په شلمه په شیکاګو کې د ناتو راتلونکې سرمشریزه جوړیږي، دا د هغو هڅو یوه برخه ده په جګړه کې د برلاسي توب په خاطر پرمخ وړل کیږي.

د ورځپاڼې په وینا د شیکاګو په غونډه کې به اساسي مسله په راتلونکې کې په افغانستان کې د نړېوالې ټولنی پر رول څرخي. دا ټولو ته روښانه ده چې لویدیځ غواړي هرڅومره ژرچې کیدای شي له دې هېواده ووځي.

په دې غونډه کې به د ناتو له غړیو وغوښتل شي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره چې کلنی لګښت یې شاوخوا څلورمیلیارډ ډالره اټکل شوی، مرسته وکړي، د ورځپاڼې په وینا که څه هم دا ډیرې پیسې دي خو د سلومیلیارډ ډالرو په نسبت چې اوس په کال کې په دې جګړې لګیږي، دا یو ناڅیز رقم دی.