رباني او یوشمېر سناټوران د ارسلا رحماني د وژنې پړه پر بهرني کړیو اچوي

د سولې د عالي شورا مشر او یو شمېر افغان سناټوران دا باور څرګندوي، چې د دې شورا د غړي مولوي ارسلا رحمانې د وژلو پلان له هیواده بهر جوړ شوې.

صلاح الدین رباني، چې نن یې د مشرانو جرګې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې د ښاغلي رحماني وژنې که څه هم د دوی هڅې اغیزمنې کړي، خو بیا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ده که څه هم د کوم هیواد نوم یاد نه کړ، خو یو شمېر نورو سناټورانو بیا د رحماني په وژنه کې کارول شوې وسلې ته په اشارې دا باور څرګند کړ، چې د دې حملې تر شا د ایران لاس دی.

ښاغلې رحمانې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر نا پیژندو وسله والو له خوا د واټ په سر په داسې حال کې وویشتلې شو، چې د دفتر په لور روان وو.