د بشري حقونو د څار ډله وایي، عراقیان تراوسه پورې د بغدا په هغه زندان کې په غیرقانوني توګه ساتل کیږي؛ چې د عراق حکومت یې تیرکال د بندولو ادعاکړې وه.
په نیویارک کې میشت د بشري حقونو ډلې د قربانیانو د څرګندونو، عیني شاهدانو او حکومتي چارواکو په حواله وایي، چې د عراق امنیتي ځواکونه په غیرقانوني ډول خلک نیسي او له محاکمې او تورونو پرته یې د کمپ هانور زندان په ګډون په پټو ځایونو کې ساتي.
یوکال مخکې اعلان شوه، چې عراقي چارواکو هغه زندان چې د بغداد په زرغون نومي ډیپلوماټیک زون کې چې کلک امنیت یې نیول شوی، بند کړی دی.
کتونکي وایي، د بشري حقونو د څارډلې دغه راپورپه عراق کې له بندیانو سره د چلند په اړه نوې اندیښنې راپورته کوي.
د عراق حکومت په هیواد کې د زندانو مسوولیت د تیرکال په ډسمبر کې وروسته له هغې ترلاسه کړ چې له دې هیواده امریکایي ځواکونه ووتل.