پاکستان د ناټو پرمخ د خپلې ټرانزیټي لار پرانیستو ته چمتو دی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره وايي، چې هيواد يې دې نتيجې ته رسېدلی، چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو پرمخ خپله ټرانزيټي لار پرانيزي.

پاکستان خپله ټرانزيټي لار شپږ مياشتې پخوا پر پاکستاني پوستو د ناټو د هوايي بمبارۍ په اعتراض کې بنده کړې وه. په دې بريد کې ۲۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي وو.

د امريکا د بهرنيو چارووزارت ويندويې ويکتوريا نولنډ پرون وويل؛ چې د ترانزيتي لارې په اړه د امريکا او پاکستان خبرې روانې دي.

دې په عين حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې د څرګندونو هرکلی وکړ.

″د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرې حنا رباني کهر څرګندونې مثبتې دي. د پاکستان لپاره او له افغانستان سره د پاکستان د اړيکو او له موږ سره د دوی د اړيکو لپاره مهمې دي؛ خو لکه څرنګه چې مې وويل، موږ تراوسه پورې خبرې بشپړې کړې نه دي.″

د پاکستان د باندنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر پرون په يوه خبري غونډه کې وويل؛ هغه وخت راغلي، چې دا لار پرانستل شي، خو دې ونه ويل، چې کله به دا کار وشي.

مېرمن کهر دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې، چې د پاکستان او امريکا ترمنځ په دې خبرې روانې دي، چې ايا په افغانستان کې د دېره نړيوالو ځواکونو لپاره پاکستان خپله ټرانزيټي لار پرانيزي.