امریکايي لوړ پوړو چارواکو د اوکراین له پخوانۍ صدراعظمې سره وکتل

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي او په اوکراين د متحدو ايالتونو سفير پرون د اوکراين له پخوانۍ صدراعظمې يوليا تيموشينکو سره په روغتون کې وکتل؛ څو د هغې د درملنې په اړه د لوېديځوالو د انتقاد څېړنه وکړي.

تيموشينکو له خپل واک څخه د ناوړه استفادې په تور تېر کال په اووه کاله بند محکومه شوه؛ خو د تيموشينکو پلويان وايي چې دا د ولسمشر ″ويکتور يانوکوويچ″ له لوري په سياسي دلايلو محکومه شوې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ″ټوماس مليا″ او په کييف کې د متحدو ايالتونو سفير ″جان تيف″ په دغه ښار کې هغه دولتي روغتون ته لاړل چې تيموشينکو پکې بستر ده.

دا تېره اوونۍ په دې شرط روغتون ته لاړه، چې يو جرمني ډاکټر به يې درملنه کوي.

سفير ښاغلي تيف روغتون ته تر تګ وروسته خبريالانو ته وويل؛ چې د امريکا متحد ايالتونه د تيموشينکو په قانوني تعقيب کې ترجيحي انتخاب نه تاييدوي. ده غوښتنه وکړه، چې تيموشينکو دې خوشي شي