په کوټه کې چاودنو څلور تنه ووژل

پرون مازديګر په کوټه کې د ملېشه ځواکونو يوې پوستې ته نيژدې بمي بريد شوى چي په نتيجه کې يې يوه ښځه او دوه ملېشه سرتېري وژل شوي او د اتو ملېشه سرتېرو، پينځه مېرمنو او پينځو ماشومانو په شمول شاوخوا دېرش تنه په کې ټپيان شوي دي. د بمي چاودنې مسووليت چا نه دى منلى، خو ملېشه ځواکونو په پېښه کې وسلوال بلوڅان تورن کړي دي.

د دوشنبې په مازديګر د کوټې ښار شمال لوېديځ لور ته د هوايي ډګر پر لور د غزېدلي سړک پر عالمو چوک نومي ځاى باندې د ملېشه ځواکونو يوې امنيتي پوستې ته نيژدې د سنګين په نامه د يوه شخصي روغتون مخ ته يوه زوروره بمي چاودنه وشوه، چې په نتيجه کې يو ملېشه سرتېرى ځاى پر ځاى و وژل شو او د ملېشه سرتېرو، ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنه په کې ټپيان شول.

تر پېښې سمدستي وروسته مړي او ټپيان د کوټې نظامي او عامه روغتون ته يووړل شول. دوو ټپي کسانو د چاودنې په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

"عصمت: زه دننه ويده وم ناڅاپه په درز را ويښ شوم، چې را ووتم د دوکانونو او دفترونو ښيښې ماتې وې، دلته ملېشه هم ولاړ وي، د دوي مړي او ټپيان پراته وو.

سلطان محمد: چاودنه د اسلامي بانک مخ ته وشوه، موږ د سړک پر بله څنډه پر هوټل ناست وو چاى مو څښلې، چاودنه وشوه زموږ خواته هم د چاودنې د موادو ټوټې را وغورځېدې، لاس مې په کې پرې شي او تندى مې ټپي شو."


په چاودنه کې د اتو ملېشه سرتېرو په شمول درې ماشومان او پينځه ښځې هم ټپي شوې وې چې له هغوي څخه هم يوې ښځې په روغتون کې ساه ورکړه. په چاودنه کې يوې ټپي ښځې د پېښې په اړه راته وويل:

"موټر راغى او بيا ناببره توره شپه شوه، موږ ډاکټر ته تلو، ناروغه وم، چې ناڅاپه چاودنه وشوه."

پوليسو رسنيو ته وويل، چې دا په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوى د ريموټ کنټرول بم وو او شاوخوا څلوېښت کيلوګرامي چاودېدونکي توکي په کې کارول شوي وو.

چاودنې د ملېشه سرتېرو دوه موټر په بشپړه توګه تباه کړل او د پېښې ځاى ته څېرمه يې ګڼ شمېر نورو موټرو ته هم زيان واړاوه، همدارنګه يې ور څېرمه د يو درځن په شاوخوا کې دوکانونو ته زيان واړاوه او د شاوخوا کورونو او دفترونو ښيښې يې ماتې کړې.

په روغتون کې د کوټې ښار انتظامي مسوول هاشم غلزي پرون ناوخته په پېښه کې د دوو تنو ملېشه سرتېرو د مړينې او پينځه څلوېښتو تنو د ټپي خبر ورکړ:

"تر اوسه پورې مو چې کوم مالومات تر لاسه کړي، دوه کسان مړه شوي او پينځه څلوېښت کسان ټپيان شوي دي، مړه کسان دواړه ملېشه سرتېري دي."

خو وروسته خبر ورکړل شوی، چې يوې ښځې او يوه بل ټپي کس هم د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې او په دې توګه د مړيو شمېر څلور تنو ته رسېدلى.

د چاودنې مسووليت تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو ملېشه ځواکونو په چاودنه کې وسلوال بلوڅان تورن کړل.

د ملېشه ځواکونو مشر جنرال عبيدالله خان پر خلکو ږغ کړى چي د ورانکارۍ د پېښو په مخنيوي کې دي د ملېشه ځواکونو مرسته وکړي.

بارکوال مياخېل- کوټه