امریکا له پاکستان سره د ناټو د اکمالاتي لار د بیا پرانیستو په اړه خبرې کوي

د امریکا متحده ایالات وایي، له پاکستان سره یې په دې اړه چې له خپلې خاورې افغانستان ته د ناتو ځواکونو اکمالاتي لارې بیرته پرانیزي، جدي خبرې اترې کړي دي.

په اسلام اباد کې د متحده ایالاتو د سفارت ویاند مارک سترو وویل، نن هم په پام کی ده چی دغه خبرې بیا پیل شي.

د پاکستان د کابیني غړي او لوړ رتبه پوځي چارواکي به د سې شنبه په ورځ غونډه وکړي او پردې مسلې به چې د لوژیستیکي لارې بیا پرانیستلو ته اجازه ورکړي او که نه خبرې وکړي.

په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني او د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي تیره ورځ د پولي د امنیت د ټینګیدو په اړه خبرې وکړې.

دغه خبرې اسلام اباد ته نژدې په راولپندی کې ترسره شوې.

له هغه مهاله چی پاکستان د امریکا د هوایي برید په غبرګون کې چې ۲۴ پوځیان وژل شوې و، د اکمالاتو لارې تړلې، شپږ میاشتې تیریږي.