په یونان کې سیاسي بحران دوهمې اونۍ ته داخل شوې

په یونان کې چې د سیاسي ګوندونو مشران د یوه ایتلافي حکومت په جوړولو کې څو ځلې ناکامه شوي، سیاسي بحران دوهمې اونۍ ته داخل شو.

نن به بیا هم د څوګوندونو ترمنځ د نوي حکومت د جوړولو لپاره خبرې دوام وکړي خو دې هدف ته د رسیدو چانس ډیر لږ دی.

داسی ښکاریده، چې کوچنى کيڼ اړخي ډيموکراتيک ګوند به وکولای شي له مخکښو محافظه کار او سوسیالست ګوندونو سره یو ایتلافي حکومت جوړ کړي خو د دې ګوند مشر فوتیس کوویلیس نن وویل، چې ایتلافي حکومت به جوړ نه شي ځکه د سیریزیا په نوم ګوند پرون په ایتلافي حکومت کې د ګډون بلنه رد کړه.

سیریزیا کین اړخي ګوند، چې په انتخاباتو کې یې دوهم ځای نیولی اعلان وکړ، چې په هیڅ یوه داسې حکومت کې به شامل نشي چې د لګښتونو د کمولو لپاره د سختو اقتصادي اقداماتو ملاتړ کوي.

یونان د اروپایي مشرانو تر فشارلاندی دی چې پر هغې موافقې عمل وکړي، چې له مخې یې له دې هېواد سره د ۳۱۰ میلیارډ ډالرو مرسته کیږي.