ناټو: په اروپا کې د توغندیو د دفاعي سیستم د نصبولو د نوي پلان ازمیښتونه بشپړ شول

د ناتو عمومي منشي وایي، په اروپا کې د دې سازمان د توغندیو د دفاعي سیستم د نصبولو د نوي پلان لومړني پراخ ازمیښتونه بشپړ شول.

اندریس فوګ راسموسن په والسټریټ ژورنال ورځپاڼه کې په یوه مطلب کې لیکلي چې امریکایي کشتۍ، رادارو او سټلایټ د جرمني او هالند د هوایي مدافع له توپونو سره په ګډه یولړپراخ ازمیښتونه ترسره کړل څو د توغندیو د حملو په مقابل کې د هوایي مدافع د سیستم قابلیت وازموي.

راسموسن دغه ازموینې بریالۍ وبللې، راپورونه وایي چې د ناتو مشران هیله من دي چې د شیکاګو په سرمشریزه کې چې د می په ۲۰ او ۲۱ جوړیږي، د توغندیو د چتر د موقتي قابلیتونو د پلان پیل اعلان کړي.

د هوایي مدافع له سیستم څخه هدف دادی چې اروپا له بهره د توغندیو له حملو څخه وساتي. خو روسیه چې له دغه پلان سره مخالفه ده اندیښمنه ده چې د اپلان کولای شي د روسیې ملي امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.