د جوزجان د قوش تیپې لپاره د طالبانو ټاکل شوې ولسوال قاري نصرت نیول شوی

افغان چارواکي وایي، د جوزجان د قوش تیپې ولسوالۍ لپاره یي د طالبانو ټاکل شوې ولسوال قاري نصرت نیولی دی.

د سرپل د امنیې قومندانۍ سرپرست سید جهانګیر ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه کس له خپل مالي مسول سره یوځای پرون د سرپل په شیرم سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو.

جهانګیر زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي هم دي.

بل لورته د پکتیکا سیمه ییز چارواکي وایي، چې تیره شپه د دغه ولایت په سروبي او شخیل ولسوالیو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتیکا د والي له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې دغه وسله وال کسان د افغان او نړېوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی او د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم په لاس ورغلي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو دواړو پیښو په اړه څه نه دي ویلي.