فلسطینیان: د اسراییلو وړاندیزونه د سولې د خبرو د بیا پیلیدو لپاره کافي نه دي

فلسطینیان وایي، د اسراییلو له خوا هغه وړاندیزونه چې په یوه لیک کې یې ورته وړاندې کړي، د سولې د خبرو د بیا پیلیدو لپاره کافي نه دي.

د اسرایل د صدراعظم بینیامین نیتانیاهو استازي اسحق مولخو دغه لیک په هغې غونډه کې چې د تیرې شنبې په ورځ ناوخته یې په رام اله کې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره لرله، هغه ته ورکړ.

عباس د دغه لیک د محتوا په اړه پرون د فلسطین د ازادي بخښونکي سازمان( PLO) ته معلومات ورکړل. د دې سازمان اجرایوي کميټې دغه وړاندیزونه ردکړل.

فلسطینیان غواړي چې اسرایل دې لومړی په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د استوګن ځایونو جوړول بند کړي او د ۱۹۶۷ کال له جګړې مخکې پولې دې چې لویدیځه غاړه یې له اردن او د غزې تړانګه یې له مصر څخه نیولې وه، په رسمیت وپیژني.