د یونان ولسمشر کارولوس پوپولیاس نن د دې هیواد، د دریو عمده سیاسي ګوندونو د مشرانو سره خبرې پيل کړې دي.
دا به د یوه ایتلافي حکومت د رامنځ ته کولو او د بیا انتخاباتو د مخنیوي لپاره مرسته وکړي.
نوی حکومت باید د اقتصادي سپما پلان چې ډیر مخالفین لري، عملي کړي.
د دې پلان عملي کول د اروپايي اتحادیې او د پيسو د نړیوال صندوق له خوا یونان ته د مرستې یو شرط دی.
د سیاسي کارپوهانو په باور، په ننیو خبرو کې به کومه خاصه پریکړه ونه شي.